د لاسرسي ځای

په کندز کې وسله والو ۱۳ مساپران وژلي دي


د کابل کندز لویه لار

د کابل کندز لویه لار

د کندز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د ۱۸۵ برمته شویو مساپرانو له ډلې ۱۳ تنه وژلي، ۱۶۰ تنه یې خوشې کړي او ۲۰ تنه یې له ځان سره ناڅرګند ځای ته بیولي دي.

د کندز امنیې قوماندانۍ مطبوعاتو مسول هجرت‎ الله اکبري مشال راډيو ته وویل چې دغه مساپر د څلورو موټرو سپرلۍ وه چې نن سهار(سېشنبه) د علي آباد ولسوالۍ په شین تیپې سیمه کې له ښکته کولو سره سم یرغمل کړل شوي ول.

اکبري وایي، په برمته شویو مساپرانو کې یې ۱۳ تنه وژل شوي، چې د نوموړي په خبره یو یې پخوانی محلي پولیس او پاتې نور یې ولسي افغان وګړي ول.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې تر دې وړاندې هم د مساپرو برمته کولو پېښې شوې چې خلکو یې لامل د لویو لارو نه خوندیتوب ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG