د لاسرسي ځای

'وسله وال لښکر له لښکرګاه پرشا تمبول شوي'


د هلمند والي وايي، له مرکز او کندهاره کوماندو ځواکونه ورسېدلي دي او له ولکې وتیو سیمو بیا-نیولو لپاره عملیات کوي

د هلمند والي وايي، له مرکز او کندهاره کوماندو ځواکونه ورسېدلي دي او له ولکې وتیو سیمو بیا-نیولو لپاره عملیات کوي

د هلمند والي وايي، لښکرګاه ته نژدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه یې پرشا تمبولي او جګړه پای ته رسېدلې ده.

حیات الله حیات چې په یوه خبري ناسته کې یې مالومات ورکول وویل، له مرکز او کندهاره کوماندو ځواکونه ورسېدلي دي او د هغه سیمو بیا-نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي چې په تېرو درو ورځو کې د افغان ځواکونو له ولکې وتلې وې.

له لښکرګاه سره د نږدې ولسوالیو پر امنیتي کمربند د تېرو ورځو په نسبت ډزې کمې شوې دي.

د هلمند په لښکرګاه کې بېګا شپه تر نورو یو څه ارامه وه. ډزې لیرې وې او له ښاره د ډې سي توپ مرمیو ږغونه نه اورېدل کېدل، یوازې په دوو ولسوالیو کې د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

ویل کیږي د نادعلي په ناقل اباد او د ګرشک په میرمنداب کې یو شمېر وسله والو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او تلفات نه لري، خو لا هم د لښکرګاه ښار پر سړکونو د پخوا په نسبت د خلکو ګڼه ګوڼه لږه ده او په هرو څو دقیقو کې د عادي موټرونو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو هاموې ټانک او د پولیسو رینجر موټر تر سترګو کیږي.

د نادعلي او مارجې ولسوالیو د جنګي او تازه ناامنه څو سیمو څخه په موټرونو کې بار کډې لېدل کېږي چې لښکرګاه ته نږدې د بولان په سیمه کې او په ښار کې دننه سرونه پناه کوي.

د نادعلي د ناقل اباد یو اوسیدونکي لالون وايي، په کلي کې يې د هوانونو او درنو مرمیو د لګېدو له امله ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی چې د جنګونو له ویرې لښکرګاه ته راغلی د حکومت څخه غواړي چې د خوراکي توکو، امنیت او کور مرسته ورسره وکړي.

دی وايي:

"په نري مانده کې جنګ و. مرستې ورته ونه رسېدې، پوستې سقوط شوې، ملکي کسان مو ټپیان دي چې د اندامونو غوښې يې لا نشته. زه اوس راغلی یم چې حکومت موږ ته مرسته راکوي که یوازې د رسنیو پرمخ نارې وهي. له هرې خوا توپونه راځي او هم حکومت غټې مرمۍ راغورځوي او هم يې وسله وال."

سره له دې چې بریدونه کم شوي خو لا هم خلک ډاډه نه دي.

د هلمند والي حیات الله حیات هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د لښکرګاه ښار یا ولسوالیو د احتمالي سقوط له وېرې کورونه پرېږدي.

ښاغلي حیات په یوه خبري ناسته کې وویل، اضافي سرتېري رسېدلي دي، پر وسله والو يې بریدونو ته زور ورکړی دی او د امنیتي کمربند په امتداد يې د وسله والو جنګیدونکې ډلې پرشا تمبولې دي.

ښاغلي حیات په یوه خبري ناسته کې وویل، اضافي سرتیري رسیدلي

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو والي په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د لښکرګاه او مرکزي ولسوالیو پر امنیتي کمربندونو د وسله والو د برید پرمهال د ۱۱۸ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

حیات الله حیات دقیق ونه ویل خو دا يې ومنل چې افغان ځواکونو ته هم په ځینو مواردو کې د وظیفوي غفلت له مخې تلفات اوښتي دي او له هغه چا سره به حساب هم وکړي چې په دې برخه کې يې ناغېړي کړي وي.

د هلمند ولایتي شورا ریس کریم اتل په خپله پرونۍ (دوشنبه) خبره ټینګار وکړ او د حالت د پوره کابو کولو لپاره يې له مرکزي حکومته د مرستې او اضافي سرتېرو غوښتنه وکړه.

اتل وویل، د تېرو دوو ورځو په سختو نښتو کې افغان ځواکونه درانه تلفات لري، د خلکو شتمنیو او کښتونو ته زیان رسېدلی دی او په یو شمېر روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې ځای نشته.

که څه هم هلمند په تېرو څو کلونو کې ناامنه ولایت پاته شوی دی خو په تېرو اوو میاشتو کې وسله والو له هغه وروسته چې موسا کلا او نوزاد ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپل ولکې لاندې راوستلي، مرکزي ولسوالیو ته مخه کړه چې له دې جملې يې د نادعلي، ګرشک او مارجې ډېری سیمي ونیولې، د لښکرګاه تر څلورمې حوزې پورې یې ځانونه ورسول او له هلته يې پر لښکرګاه او نږدې سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

د لښکرګاه اوسېدونکي چې په بېلابېلو وختونو کې يې ځیني ښې او ډیرې بدې ورځې لیدلي دي په داسې حال کې د دې لوی ښار د سقوط په وېره کې دي چې امنیتي کمربند ورځ تر بلې ښار ته نږدې کېږي او اکثره شپې د لویو توپونو له ډزو د ښار اوسیدونکیو ژوند ناارامه وي.

راپور: محمدالیاس داعي

XS
SM
MD
LG