د لاسرسي ځای

د ډاکټر اسرار په اند داسې ښکاري چې پښتو ژبه يوه داسې رنځوره ده چې له تشخيص سره سره ورته خيراتي او وېړيا نسخې او دوايانې هم پکاردي.

ډاکټر امجد علي باچا

په ۲۰۰۳م کال کې د مردان وېبپاڼه په دې غرض جوړه شوه چې دا به د مردان او خواوشاو علاقو او خلکو په باب معلومات د انټرنېټ له لارې نړۍ ته ښيي او له دې سره سره به د حکمرانانو او د واکدارانو پام د دې سيمې مسلو ته راګرځوي. او له دې وروسته د سیمې لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو په غوښتنه مردان ډاټ کام د ډاکټر اسرار، محمد اقبال اقبال او فېض الوهاب فېض په مشرۍ په پښتو ژبه د “پاڅون” په نامه د یوې اوونیزې [مجلې] چاپول پیل کړل.

د ۲۰۰۵م کال په نومبر میاشت کې د دوه مياشتنۍ "پاڅون " لومړۍ ګڼه چاپ شوه او دا لوستونکو ډېره خوښه کړه بيا نور ې ګڼې په خپل وخت چاپېدل روان شو او ۲۰۱۵م کال "پاڅون" د خپل یون لومړنۍ لسیزه ووهله.

د"پاڅون" ليکوال او ليکونه: دا د پښتو ژبې یوه لويه خوشبختى ده چې پوهه ليکوالان او شاعران لري، دوى له پښتوژبې سره بې کچه مينه لري او له زړه نه غواړي چې پښتوژبه دې لهژوندي پاتې کېدو سره سره پرمختګ هم وکړي. ليکونکیو "پاڅون" مجله ښایسته کړې او د څه مال غرضه پرته يې د پښتو ژبې خدمت خوښ کړو.

د "پاڅون" ليکونه ادبى،علمي او معلوماتي اړخونه لري، د نثر او نظم برخې لري، هغه ليکونو ته ترجيح ورکول کېږي چې علم او ادب ترې په خپله مورنۍ ژبه کې ولس ته ورسي او ورسره نوي کول ته قامي لار ښوونه وشي.

د پښتو ژبې ليکوالانو "پاڅون" ته خپل ليکونه ډېر په مينه راستولي دي او هيله ده چې د "پاڅون" او ليکوالانو ترمينځ به په دې تړون کې د وخت په تېرېدو کمی را نه شي. د ګرانو ليکوالانو نومونه ډېر زيات دي او د "پاڅون" ځولۍ وړه ده.

د "پاڅون" اداره: په ظاهره "پاڅون" د يو څو صفحو وړه مجله ده او داسې ښکاري چې ترتيبول به یې يو اسان کار وي، خو په حقيقت کې دا يو زړه ستړی او تلمهالی (کل وقتي) کار دی او د يوې ګڼې تر شا ډېر لوی کړاو شوی وي.

د مجلې څارونکی ډاکټر اسرار دی. په دې خبره کې شک نشته چې ډاکټر اسرار له مريضه هم چرې فيس نه دی اخیستی او همدا رنګه د "پاڅون" فيس هم نه اخلي. داسې ښکاري چې د دوی په نظر پښتو ژبه يوه داسې رنځوره ده چې له تشخيص سره سره ورته خيراتي او وېړيا نسخې او دوايانې هم پکاردي. د ادارې نور غړي هم بې تمې او لالچه کار کوي خو د ډاکټر صېب د ژور فکر نتيجه ده چې "پاڅون" د ادب سنګر لا هم ټینګ نیولی دی.

ښاغلی حضرت زبېر زبېر د ۲۰۰۹م کال له مې میاشتې راهیسې تر دې وخته د مجلې د ادارت چارې سمبالوي او د "پاڅون" هر ټکی د دوى تر سترګو او ګوتو تېرېږي. تر دې مخکې د "پاڅون" مديران فېض الوهاب فېض او محمد اقبال اقبال مرحوم وو. د اوسنۍ مشاورتي جرګګۍ (بورډ)غړي،د تورو اسرار، بشير زار او مشتاق مجروح يوسفزی دي. ښاغلی اکبر هوتي اېډوکېټ قانوني مشير دی، مرستيال ملګري محمد عثمان مردانوى، سيدمحمد علي، سيد افضل شاه، اظهر خټک او انعام شاه انعام دي او ياسر علي باچا د چاپ او ويبپاڼې سمبالوونکي یا منتظمین دي.

د"پاڅون" مالى اړخ: د "پاڅون" يوه ګڼه په پنځه ويشت زره روپۍ چاپېږي. يعنې د کال يو نيم لاک روپۍ _په ظاهره دا يو مالى زيان دی او که چرې سياسي يا مالى ګټه نه تر لاسه کېږي نو بيا دا تاوان ولې وشي.؟ که دا دليل راوړو چې يو سړی د ورځې يو ډبی سيګرېټ څکوي نو بيا د "پاڅون" تاوان زور نه راوړي. په شروع کې ملګریو ډاکټر لطيف د سوات، ډاکترسعيد ارباب، ډاکټر شبير احمد تورو او ډاکټر بخشالي يوه يوه ګڼه په خپل لګښت چاپ کړه. دغسې سواتیانو ډاکټر ظفر علي او ډاکټر شېرمحمدپاینده خېل، او کوټېوالو باقي دراني او عبدالکريم بريالی هم مالي کومک کړی دی. د يوې ګڼې قيمت ۴۰ روپۍ دى او کله نا کله څوک قيمتاً "پاڅون" واخلي. د "پاڅون" کلني پېرېدونکي هم لږ دي.

ايا پښتانه"پاڅون"غواړي؟: که چېرې دا خبره وکړو چې په پښتونخوا کې پښتانه او پښتو ژبه ډېرې ستونزې لري نو غلطه به نه وي، ژبه تر ويلو راغونډه شوې ده او ليک لوست ډېر کم دی. په سکولونو او کالجونو کې د پښتو ژبې د ښودنې رواج د نيشت برابر دی. په دې حالاتو کې يو لارښودونکي استاد، کتاب، مجله او اخبار ډېر اهميت لري.

"پاڅون" غواړي چې تر خپله وسه دا خدمت وکړي خو د ګڼو شمېر تر۵۰۰ و زيات شو نو اوس سوال دا مخې ته راځي چې ايا مجله معياري نه ده او که د پښتو ژبې لوستونکي کم دي.؟زموږ په فکر ستونزه د پښتوژبې ده، داسې ښکاري چې پښتانه په خوب ویده دي او له ژبې يا مليى "پاڅونه" بې غمه دي.

"پاڅون" مجله له هېڅ يوه مخصوص سياسي ګوند سره تړلې نه ده. "پاڅون" د ټولو پښتنو رساله ده. ريښتيا خبره دا ده،چې دا مجله يو ازاد فکر لري او د پښتو ژبې او د دې خدمت په پښتنو کې له خپلې ژبې سره مينه پېدا کول او په پښتنو کې قامي او مترقي شعور پېدا کول خپل مرام ګڼي او دا خبره اهمه ګڼي چې د نړۍ ټول پښتون (افغان) دې له دې ادبي او معلوماتي مجلې څخه خوندونه واخلي او له يو بل سره دې د پښتوژبې اړيکې قوي کړي، ځکه چې د ستر خوشال بابا خبره:

په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې هېڅ نه شو له يو بل خبردار

د "پاڅون" لس کاله: دا ډېره د خوشالۍ خبره ده چې د پښتو ژبې "پاڅون" مجله پرله پسې لس کاله چاپ شوه. د "پاڅون" ملګري د ستاینې وړ دي ځکه چې دا يو اسان عمل نه دی. په نړۍ کې ډېرې شهرت لرونکې مجلې څه موده پس خپل اشاعت د تېکنيکي کمښت له لاسه يا بيا د مالي مشکلاتو له کبله ودروي. د "پاڅون" د یوې لسیزې مزل ډېر ګران و خو د راهي صېب د "يو اسرار که بل اسرار دی" او نورو ملګرو هلو ځلو او لارښودنې دا سفر اسان کړ او "پاڅون" د لوستونکیو په زړونو کې خپل ځای جوړ کړو.

د ژوند او ادب په سفر کې د "پاڅون" د ادارې مشران اصغر لالا، محمد اقبال اقبال او اندېش صېب له زموږه د همېش لپاره بېل شول هم دا رنګ د پاڅون مرسته کوونکي جعفر اچکزی، پير ګوهر، قمر راهي، اکرام الله ګران، راج ولي شاه خټک،ميا عنوان الدين کاکاخېل، فضل الرحمان صابر او عبدالجبارحامد وار په وار ولاړل او موږ ته يې خپل ليکونه يادونه پرېښودل. الله پاک دې ټول وبخښي. د پښتو په ادب کې يوه لويه خلا جوړه شوه چې ډکون يې اسان نه دی، دعا ده چې پښتوژبه او "پاڅون" دې همېشه پر وړاندې روان وي. په تېرو لسو کلونو کې "پاڅون" د جایزو ]ايوارډونو] یک يوه دستوره وکړه، بايد چې نورې هم شوې وی، اوس وخت پکار دی چې "پاڅون" د خپلې لسیزې پوره کېدو جشن پيل کړي.

د "پاڅون" راتلونکې له وخت سره سره موږ په نړۍ کې بدلون وينو او د ډيجيټل ميډيا(Digital Media) په راتلو پرنټ ميډيا (Print Media) کمزورې شوې ده. په داسې حالاتو کې ممکنه ده، چې "پاڅون" مجله هم ستونزو ته ورمخامخ شي. د داسې حالاتو د مخنيوي لپاره لازم ده چې د پښتو ژبې د ليکوالانو، لوستونکیو او د "پاڅون" مجلې له يو بل سره اړيکي نور هم زيات کړل شي، هله به د "پاڅون" هلې ځلې دوام ولري.


په لندن کې د پاڅون لومړۍ لسیزه ولمانځل شوه


راپور اشرف هوتي
په لندن کې د پاڅون ملګریو د مجلې لسمې کاليزې په تړاو د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه يوه ځانګړې غونډه وشوه او يو علمي او ادبي سيمينار په بريتانيا کې په اول ځل جوړ کړل شو.


په غونډه کې د برې او کوزې پښتونخوا غړیو برخه واخیستله.

فایق خان یوسفزی

فایق خان یوسفزی

اشرف هوتي د غونډې نظامت وکړو. د قرآن کريم د تلاوت نه وروستو ښاغلي فلک نياز خان مېلمنو نه هرکلی وويلو. ښاغلي ډاکټر امجد باچا د پاڅون مجلې پوره تفصيل وړاندې کړو. دوی په خصوصي توګه د پښتنو ليکوالانو ستاينه وکړه، چې له مالي ګټې پرته د ژبې خدمت کوي او د پاڅون مرسته کوي.


ښاغلي زاهد مومند "د پښتنو ليکوالو وظيفه" تر عنوان لاندې وینا وکړه. د دوی په نظر دولتي ليکوال وسايل زيات لري خو قامي یا ولسي ګټه کمه کوي. د دې برعکس ازاد ليکوال وسايل کم لري خو د دولت قابو کې نه وي او هم دوی په ولس کې غوره ګڼل کېږي.

په لندن کې د پاڅون مجلې لومړۍ لسیزه

په لندن کې د پاڅون مجلې لومړۍ لسیزه

ښاغلي نورالله اتل د پښتو ژبې پر ليکدود یو تفصیلي لیکنه وړاندې کړې. دوی وويل چې د ټولو ژبو سرچينه يوه ده. د پښتو املا ستونزه د باړه ګلۍ سيمينارونو هم حل نه کړه. هغه وويل که له پښتو ژبې ځینې توري (ټکي) کم کړل شي نو ليکدود به یې اسان شي.دوی خبره په دې پای ته ورسوله چې که پښتو ژبه لاتيني ټکیو ته واوړي نو دا به د نوي نسل ډېرې ستونزې حل کړي.

ښاغلي فايق خان يوسفزي د پښتو ژبې د ستونزو حل د ټولو غړو نه د سوالونو په ځوابونو کې راښکاره کړو او د هر چا نظر يې مهم وګڼلو.


د غونډې مشر مېلمه ښاغلي ضيا الدين يوسفزي د پاڅون ملګریو مننه وکړه او د پاڅون د کارکوونکیو کار يې وستايلو. دوی وويل چې د سکول ماشومان په خپله مورنۍ ژبه کې علم ډېر په خوشالۍ ترسره کوي. نوموړي زياته کړه چې ژبه د انسان پېژندنه ده. له دې سره سره د يو ملک يا منطقې شناخت هم د ژبې په برکت وي. دوی د پاڅون په خپرولو او پرمختګ کې د خپل ادبي، علمي او مالي فرض پوره کولو اراده ښکاره کړه.


XS
SM
MD
LG