د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنه، د چينايي په ګډون دوه تنه ژوبل


د ګل/دوشنبې په ورځ د کراچۍ ښار ګلشن حديد سيمه کې پر لويه لار له یوې ريموټ کنټرول بمي چاودنې یو چینايی او د هغه ډرایور ژوبل شوي دي.

د ملير سيمې پوليسو مشر راو انور مطبوعاتو ته ويلي، ښايي د چاودنې موخه د یو چينایي وګړي ګاډی و چې له خپل ډرايور سره د پېښې له ځای سره د تېرېدو په حال کې و.

د پوليسو مشر وايي چې د پېښې له ځایه يو لیک هم ترلاسه شوی چې پکې په سندۍ ژبه کې پر بهرنیانو د نورو بريدونو دړکې هم ورکړل شوې دي.

په دغه لیک په سندۍ ژبه لیکل شوي چې د سند پر ګېس، سکرو او نورو شتمنیو بهرنیو هېوادونو قبضه کړې چې هېڅکله ورته د منلو وړ نه ده، دوی به د دې منصوبو پرضد او د سند ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

له خبريالانو سره په خبرو کې راو انوار وويل، د دې پېښې ذمه واري "سندو دېشن ریولوشنري آرمي" نومي وسله وال تنظيم منلې ده، چې په ښار کې فعاليت لري.

یوې بلې وسله والې ډلې جماعت الاحرار هم له ناڅرګنده ځايه د ټيليفون له لارې د دې پېښې ذمه واري منلې ده

XS
SM
MD
LG