د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کراچۍ کې د القاعده برصغير ډلې درې وسله وال وژل شوي'


کراچۍ: د القاعده برصغیر ډلې وژل شوي مشکوک غړي روغتون ته وژل شوي دي. ۲۹مې ۲۰۱۶م کال
کراچۍ: د القاعده برصغیر ډلې وژل شوي مشکوک غړي روغتون ته وژل شوي دي. ۲۹مې ۲۰۱۶م کال

په کراچۍ کې بیا بیا دغه ډول د مشکوکو وسله والو د وژل کېدو ادعا کېږي.

د کراچۍ ملير ضلعې پوليسو مشر ويلي چې د ښار قایداباد ګلشن بونېر سيمه کې د اتوار په ورځ له پوليس سره په نښته کې یې د القاعده برصغير ډلې درې مشکوکه غړي وژلي دي.

د راو انور په وېنا چې وسله والو په ښار کې د یوه لوی بريد منصوبه جوړوله.

نوموړي رسنیو ته ويلي چې کله پوليس دغه سيمې ته روان وو نو په لار کې پرې وسله والو ډزې وکړې او د پوليسو په ډزو دغه درې واړه کسان ووژل شول.

پولس مشر راو انور وايي، له هغوی یې باروت او نوره وسله هم ترلاسه کړې ده.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د ملير ضلعې پوليسو مشر له پوليس سره په نښتو کې د بېلا بېلو وسله والو تنظيمونو د غړیو وژلو دعوه کړې ده خو په دغه نښتو کې یې د هېڅ یوه پوليس سرتېري د ژوبلېدو یا وژل کېدو خبره نه ده شوې.

تېره مياشت هم داسې يوه پېښه مخې ته راغلې وه چې څلور تنه وسله وال په زولنو کې تړلي وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG