د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړا: په قبایلي سیمو کې به د تعلیم کچه سلو فیصدو ته پورته کوو.


د پښتونخوا ګورنر له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال
د پښتونخوا ګورنر له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا وایي، هوډ لري چې په قبایلي سیمو کې به د تعلیم کچه سلو في صدو ته د پورته کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.

نوموړي پرون د جنوبي وزیرستان د دورې پر مهال وویل:

« دا مې وعده ده چې زه تر کومې په واک کې یمه نو خپلو قبایلي ماشومانو ته به تعلیمي اسانتیاوې برابروم او د تعلیم کچه به سلو ته پورته کوم. هر ماشوم ته به په خپل مېز یو کمپیوټر پروت وي او دوی به په امن کې خپلو ذدکړو ته ادامه ورکوي. »

ګورنر زیاته کړه چې په سیمه کې د پرمختیايي کارونو نه رضا دی او ډېر زر به په نورو پرمختیايي پروژو هم کارونه پيل شي.

« دلته چې کوم ترقیاتي کارونه وشول، مثال یې نه لیدل کېږي. دلته اوس د ښاري سیمو نه هم په زیاته پیمانه ترقیاتي کارونه کېږي. په تعلیمي میدان کې هم ښه پرمختګ روان دی چې ښې نتیجې به یې مخې ته راشي. »

اقبال ظفر جګړا جنوبي وزیرستان ته د خپلې دورې پرمهال په مکین کې د لوبو د میدان، سکول او د ماشومانو د پارک او په لدا کې د نیوي سرکاري کالج پرانیسته هم وکړه.

XS
SM
MD
LG