د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ملامنصور ته د اسنادو جوړونکي کسان ونیول شول


ملا منصور ته پاکستاني چارواکو شناختي کارت جوړ کړی و.
ملا منصور ته پاکستاني چارواکو شناختي کارت جوړ کړی و.

د پاکستان پلټونکې ادارې وايي، هغه دوه حکومتي چارواکي یې نیولي دي چې د افغان طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره یې د پاکستاني شناختي کارت په جوړولو کې مرسته کړې وه.

د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د مئي په ۲۱مه نېټه په بلوچستان صوبه کې په یو ګاډي کې د سفر پر مهال په ډرون برید کې ووژل شو.

د راپورونو پر اساس د یاد برید په نتیجه کې د ویجاړ شوي موټر سره نږدې یو پاکستانی پاسپورټ موندل شوی و چې پکې د ملامنصور پېژندګلوي د ولي محمد په نامه شوې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین ویلي دي چې په کوټه کې یو چارواکی عزیز احمد د مئي په ۲۸ مه نیول شوی دی . نوموړی زیاتوي چې یاد چارواکي د طالبانو پخواني مشر ته په ۲۰۰۱ کال کې د شناختي کارت جوړولو لاره برابره کړې وه.

دویم نیول شوی چارواکی رفعت اقبال نومیږي چې د نادرا دفتر کارکونکي دی او د کمپیوټري شناختي کارتونو ورکولو مسوول دی.

XS
SM
MD
LG