د لاسرسي ځای

امریکا وايي ، په عراق کې تازه هوايي بریدونو د داعش اویا غړي وژلي


واشنګتن وایي، په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوایي او د توپونو په بریدونو کې د داعش وسله والې ډلې اویا وسله وال وژل شوي دي.

سرچیني وایي چې په دې حملو کې چې د عراق په مهر البلاوي ښار کې شوې دي، د داعش ډلې یو مشر هم په کې وژل شوی دی.

په بغداد کې پرون د امریکا د پوځ ویاند سټیف وارین وویل، په تیرو څلورو ورځو کې په دې محاصره شوي ښار کې پر ځینو هدفونو د شل حملو په نتیجه کې د داعش سنګرونه او د وسلو د نصبولو ځایونه له منځه وړل شوي.

عراقي ځواکونو تیره اوونۍ د فلوجه ښار د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

دا ښار چې د عراق د مرکز بغداد د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پروت دی، د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کیږي.

له پنځه سوه تر زرو پورې وسله والو فلوجه ښار نیولی او شاوخوا پنځوس زره وګړي هم په ښار کې دننه ګیر پاتې دي.

عراقي چارواکي وایي، داعش ډله هغه ملکیان وژني چې له ښاره د تیښتې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG