د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې د وسله والو ضد عملیات روان دي


د افغانستان د هلمند ولایت په مارجې ولسوالي کې له یوې اوونۍ راهیسې عملیات روان دي.

د هلمند والي حیات الله تيره ورځ مشال راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې ګڼ وسله وال طالبان او د هغوی مشران وژل شوي دي.

د ده په خبره تر اوسه د طالبانو شاوخوا پنځه قوماندانان او د دوی ګڼ شمیر نور کسان وژل شوي، یا هم ژوبل شوي دي او پرمختګ يې ادامه لري.

تیره میاشت په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سیالو ډلو هم په خپلو کې جګړې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG