د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې درې مشکوکه وسله وال وژل شوي


په ياد ښار کې د نيم پوځي ځواک رېنجرو وياند د جمعې په شپه ناوخته رسنېو ته وويل چې د ښار په منګوپير سيمه کې د عملیاتو پر مهال دا مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د ده په وینا ، له دوی څخه د ځانمرګي واسکټونه او چاوديدونکي توکي هم نیول شوي دي.

چارواکي تور پورې کوي چې وژل شوو کسانو په کراچۍ کې په شوو چاودنو، هدفي وژنو او نورو جرمونو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG