د لاسرسي ځای

پر پاناما اسنادو خبرې وځنډول شوې


په پاکستان کې د پانامه ليکس پر مسله د حکومت او اپوزيشن ترمنځ خبرې ځنډيدلې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاناما قانوني بنسټ څخه د افشا شوو اسنادو د پلټنې لپاره د اپوزيشن پنځلس نکات حکومت رد کړيدي او وايي د وزيراعظم نوم دې له تحقيقاتو لری کړل شي.

دغه خبره د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ يو مشر اعتزاز احسن رسنیو ته وکړه.

اعتزاز حسن وویل ، د وزير اعظم په حيثله پنځلسو نکاتو څخه دوي د نواز شريف نوم لری کړی خو د اولادونو په وجه د ده نوم به په تحقيقاتو کې شامل وي.

د پانامه قانوني بنسټ څخه د اسنادو تر افشا کېدو وروستو د وزيراعظم پر اولادونو تور دی چې له ټيکسونو د بچ کېدو لپاره يې په بهر ملک کې کمپنۍ جوړې کړې دي.

بلخوا د دې مسلې د پلټونو لپاره حکومت او اپوزيشن په ګډه يوه پارلماني کميټي جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG