د لاسرسي ځای

تازه خبر

انورخان شېرانی: په بنو کې مېشت کډوال به په څو میاشتو کې ستانه کړو


د ستنېدونکو کډوالو پخوانس عکس
د ستنېدونکو کډوالو پخوانس عکس

د شمالي وزيرستان پوليټکل چارواکي وايي، په راتلونکو څو مياشتو کې به ټول بې کوره کړل شوي وزيرستانيان خپلو کورونو ته ستانه کړي.

بنو: د شمالي وزيرستان پوليټکل چارواکي وايي، په راتلونکو څو مياشتو کې به ټول بې کوره کړل شوي وزيرستانيان خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د دې سيمي مرستيال پولیټيکل ايجنټ انورخان شيراني د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې تر اوسه يې ۳۳ زره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې دي.

انور خان شېراني وویل ، د شناختي کارډ جوړونې قامي ادارې – نادرا – د مالوماتو پر اساس اوس له دوی سره اته څلوېښت – ۴۸ – زره کورنۍ پاتې دي.

نوموړي وویل ، دوی له درې سوه تر درې نیم سوه کورنۍ هره ورځ خپلو سیمو ته لېږو.

د انور خان شېراني په وینا ، د مېرعلي د یو شمېر کلیو بې کوره شوي خلک به په راتلونکو شاوخوا لسو ورځې کې ټول خپلې سیمو ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مېشتوشمالي وزیرستانیو کډوالو مشران د جرګو او لاریونو له لارې شکایتونه کوي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه پوره کوي.

د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر د شمالي وزیرستان له مرستیال پولیټکل ایجنټ انورخان شېراني سره مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG