د پاکستان د قبایلي سیمو استازي وايي چې ډېر ژر به د فاټا اوسنی حيثيت بدل شي.
له خېبر اېجنسۍ قبايلي سيمې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب غړي حاجي شاجي ګل د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د فاټا منتخب استازو درې نکاتي اېجنډا جوړه کړې چې له وفاقي حکومته غوښتنه پکې شوې چې د فاټا ولس دې خپلواکه جوړ کړي او د پاکستان د سپريم کورټ د کار دايره دې تر قبايلي سيمو وغځول شي.
د فاټا د ايیني حېثیت بدلولو لپاره د حکومت لخوا جوړې شوې اصلاحاتي کمېټۍ د اووو واړو قبايلي اېجنسيانو دورې بشپړه کړي دي. اوس به د فاټا پارليماني غړي هم خپلې سپارښتنې يادې کمېټۍ ته درکوي چې تر هغه وروسته به بيا يو پرېکړه کيږي.
په دې اړه د سیراج ظهیر راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.