د اووو سترو اقتصادي هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د اصلاحاتوراوستلو په پروسه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د امریکا ،فرانس ،کاناډا ،جرمني،جاپان، اټلي او بريتانيې مشرانو د جمعې په ورځ په جاپان کې د جي ۷ له غونډې وروسته په یوه پریکړه لیک کې ویلي،
((موږ د افغانستان امنیت او ثبات ته د ورپیښو ګواښونو له امله اندېښمن یو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوو.))
د سرمشريزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې په نژدې وخت کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني.
په دې اړه دغه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.