د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي ۷: له افغان حکومت سره به همکارۍ ته دوام ورکوو


د اووو سترو اقتصادي هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د اصلاحاتوراوستلو په پروسه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. د امریکا ،فرانس ،کاناډا ،جرمني،جاپان، اټلي او بريتانيې مشرانو نن په جاپان کې د جي ۷ له غونډې وروسته په یوه پریکړه لیک کې ویلي،

((موږ د افغانستان امنیت او ثبات ته د ورپیښو ګواښونو له امله اندېښمن یو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوو.))

د سرمشريزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې په نژدې وخت کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG