د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن د جاپان هيروشيما ښار ته سفر وکړی. نوموړی د امريکا لومړی ولسمشر دی چې د نړۍ د لومړي اېټم بم بريد د ساحې کتنه کوي. اوباما پر هغه يادګاري څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودل چې د هيروشيما د وژل شوو په ياد کې ابدي شمعه پر بليږي.
نوموړي پر دې مهال وويل چې نړۍ په ګډه د دې مسوليت احساس کړی چې څنګه به دا ډول پيښو مخنيوی کوي.
ولسمشر اوباما چې د اووو سترو اقتصادي هېوادونو تر سرمشريزې وروسته هيروشيما ته لاړی ويلي، د سفر هدف يې په دويم نړيوال جنګ کې د وژل شوو کسانو درناوی کول دی، خو نوموړي د بمي بريد په تړاو بخښنه غوښتل رد کړه.
د ۱۹۴۵م کال د اګست پر شپږمه يوې امريکايي (بي ۲۹ ډوله) الوتکې د جاپان پر هيروشيما ښار ۱۵ کلو ټنه وزني اېټمي بم غورځولی و چې په هم هغه ګړي يې شاوخوا ۸۰ زره کسان ووژل.
تر دې درې ورځې وروسته يې بيا پر ناګاساکي ښار بل اېټمي بم وغورځوی چې ويل کيږي د دويم نړيوال جنګ د ژر پای ته رسېدو لامل وګرځېدی.