د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت له نرښځیانو سره د مرستو اعلان وکړ


د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې په راتلونکي بجټ کې به په صوبه کې نر ښځیانوته ځانګړې پاملرنه کوي.

دا خبره د وزیراعلی پرویز خټک د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني د جمعې په ورځ په خپاره شوي یو بیان کې کړې ده.

مشتاق غني ویلي چې حکومت به نرښځیانو ته د اوسېدو ځایونه او روزګار ورکوي.

نوموړي ویلي چې د خواجه سرا علیشا په وژنه کې ککړ دوه کسان پولیسو نیولي دي او درېم ملزم به هم ژر ونیول شی.

دوې ورځې وړاندې د علیشا په نوم یو خواجه سرا له هغه وروسته د پېښور په لیډی ریډنګ روغتون کې ساه ورکړه چې اته ډزې ویشتل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG