د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په وروستیو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۹۶۰ تنه پر روغتیايي مرکزونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
دا څرګندونې د دې سازمان په هغه رپوټ کې شوې دي چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو.
په رپوټ کې په وسله والو نښتو کې د روغتیايي کارکونکو او روغتونونو امنیت ته د نه پاملرنې له امله شدیده اندیښنه څرګنده شوې ده.
رپوټ وايي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۴ کلونو کې پر لږ تر لږه ۵۹۴ روغتونونو بریدونه شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د برید یادونه هم کړې چې لږترلږه ۴۲ تنه په کې وژل شوي وو .
دا برید امریکايي ځواکونو کړی وه چې د امریکا د دفاع وزارت انساني تیروتنه وبلله.