د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډورن برید څلور وسله وال طالبان وژلي


د افغانستان د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د بې پيلوټه الوتکې په هوايي برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼۍ مشال راډیو ته وویل چې دا برید د خوګیاڼۍ ولسوالۍ د وزیرو په پیره خیلو سیمه کې شوی دی چې د وسله والو طالبانو موټر او وسلې هم پکې له منځه تللې دي.

وسله والو طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کیدو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG