د لاسرسي ځای

په بلجیم کې څلور مشکوک کسان د بریدونو په تور نیول شوي


د بلجیم چارواکو خبر ورکړ چې څلور مشکوک کسان یې د نویو بریدونو په تور نیولي دي.

چارواکو وویل چې دې کسانو د اسلامي دولت ډلې لپاره خلک ګمارل.

د بلجیم د څارنوالۍ یوه ویاند ایریک فان دیر سیپت وویل چې دا څلور تنه په دې هم تورن شوي دي چې د سوریې او لیبیا د جګړې لپاره یې خلک راغونډول.

ایریک زیاته کړه چې په بلجیم کې یې هم د یوه بل برید نخښې موندلې دي.

دا کسان دوې میاشتې وروسته تر دې نیول شوي دي چې درې ځان وژونکو په بلجیم کې ۳۲ کسان ووژل.

د مارچ د دوه ویشتمې نېټې د بریدونو په تړاو هم دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي. د دې بریدونو مسوولیت داعش منلی وو.

XS
SM
MD
LG