د لاسرسي ځای

تازه خبر

محب: که امریکا ترهګرۍ ختمول غواړي نو دې پر پاکستان فشار زیات کړي


په امریکا کې د افغانستان سفیر په دې باور دی چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او په افغانستان کې د امنیت د تینګیدو لپاره باید د امریکا فشار پر پاکستان زیات شي.

حمد الله محب مشال راډیو ته وویل« د سولې او امنیت لپاره پر پاکستان د امریکا فشار ضروري دی. دا د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده. د دې ترڅنګ د پوځي او عام امريکايانود خوندیتوب او نړیوال امنیت لپاره هم دا ضروري ده»

په واشنګتن کې د افغانستان سفیر په داسې وخت کې دا خبره کوي چې د تير خالي په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان د خاورې دننه د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وواژه او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویل چې دا برید د نړیوال قانون خلاف و.

دا دوهم ځل دی چې امریکا د پاکستان د خاورې دننه مشخص هدف په نښه کوي، تر دې مخکې یې په ۲۰۱۱ کال کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر ضد عملیات کړي وو چې هغه وخت هم اسلام اباد د امریکا حمله د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا پرضد ګنلې وه.

البته امریکا په قبایلي سیمو کې وخت په وخت د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG