د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر: ترهګري په سیمه کې ستر ګواښ دی


د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار په روس کې د امنیت د برخې د مشرانو په اووم کلني کنفرانس کې، ترهګري او سخت دريځي د سیمې لپاره ستر ګواښ وباله.

محمد حنیف اتمر د چارشنبې په ورځ په دې غونډه کې چې د چیچنیا په مرکز ګروزني کې جوړه شوې، ده وویل، د ترهګرو او سخت دریخۍ د له منځه وړلو لپاره باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه همکارۍ زیاتې شي.

په دې امنیتي کنفرانس کې چې کوربه یې د روس د ملي امنیت د شورا سلاکار نیکولای پیتروشوف دی، د چین، هند، ایران، ترکمنستان، تاجکستان او د سیمې د یو شمیر نورو هیوادو استازیو هم برخه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG