د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري نثار: په ملک کې دې د شناختي کارډونو له سره تصدیق وشي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان امر کړی دی چې ولس ته د ورکړل شوو شناختي کارډونو دې بیا کتنه وشي.

اسلام اباد: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان امر کړی دی چې ولس ته د ورکړل شوو شناختي کارډونو دې بیا کتنه وشي.

چوهدري نثار علي خان دا غوښتنه په پاکستان کې د شناختي کارډونو جوړولو له قامي ادارې – نشنل ډېټابېس اینډ رجسټرېشن اتاریټي -( نادرا ) څخه کړې ده.

چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې ادارې په مرکز کې د یو غونډې د مشرۍ پر مهال په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل ، د نادرا چارواکي دې په دوو ورځو کې د دې لپاره کړنلاره جوړه کړي چې څه ډول په ملک کې د ورکړل شوو شناختي کارډونو بیا تصدیق وشي.

د ده په وینا ، د دې هدف دا دی چې په ملک کې د هغو بهرنیو وګړو شمېر مالوم کړل شي کومو چې پاکستاني شناختي کارډونه جوړ کړي دي.

چوهدري نثار علي خان وویل ،بهرنیو خلکو ته ورکړل شوي پاکستاني شناختي کارډونه دې په سم دستي توګه بند کړل شي.

ده دا هم وویل چې په نادرا کې دې د درغلیو کوونکو چارواکو او کارکوونکو پر ضد په چټکۍ ګامونه پورته کړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته په ډاګه شوه چې له هغه سره پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارډ وو.

خبرېال او شنونکی سليم احمد وايي ، د پاکستان حکومت تل هغه وخت ګامونه پورته کوي چې یو بده پېښه رامنځ ته شي.

د سلیم احمد په وینا ، په کار ده چې له وړاندې یې داسې نظام جوړ کړی وای چې چا پکې په غیر قانوني توګه پاکستاني اسناد مه شوای اخیستلای.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي ، چوهدري نثار علي خان کړی امر به عام ولس له ستونزو سره مخامخ کړي.

پروفېسر حسن عسکري وویل ،د طالبانو چې څومره هم مشرولي ده نو هغوي ته خو د حکومت په اشاره شناختي کارډونه ورکړل کېږي او هم داسې د رشوت له لارې جوړول کېږي.

نوموړي وویل ، حکومت ته په کار ده چې ولس ته د ستونزو پیدا کولو پر ځای د دې دوو لارو مخه ونیسي.

د واکمن مسلم لیګ نون ډلې چارواکي وايي ، دوی چې کله په ۲۰۱۳م کال کې واک تر لاسه کړ نو له هغه راهسې یې تر دوه لکه زیات شناختي کارډونه رد کړي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر دې مسله په وار وار احتجاجونه کړي چې حکومت په ناجایزه توګه د ملک په بېلا بېلو برخو کې د پښتنو شناختي کارډونه بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG