د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: د طالبانو نوی مشر ملا هیبت الله باید له جګړې لاس واخلي


د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال
د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال

د افغانستان حکومت د طالبانو پر نوي مشر هيبت الله غږ کړی چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

کابل: د افغانستان حکومت د طالبانو پر نوي مشر هيبت الله غږ کړی چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مينه پال د چارشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل ، د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د سولې پر ځای جګړه خوښه کې وه.

د دوا خان مینه پال په وینا ، د طالبانو نوی ټاکل شوي ټاکل شوي مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ته په کار ده چې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورنکړي.

دوا خان مینه پال وویل ، د افغانستان حکومت دا یو ډېر ښه فرصت د دوی لپاره ګڼي او له دې فرصته باید د سولې لپاره ګټه پورته کړي.

طالبانو د سېشنبې په ورځ په رسمي توګه د دې پخلی وکړ چې ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

طالبانو اعلان وکړ چې دوی د ملا اختر محمد منصور تر مرګ وروسته د هغه مرستیال ملا هیبت الله اخوندزاده د خپلې ډلې نوی مشر ټاکلی دی.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی طالب مشر ملا منصور له هغه وروسته د دې ډلې مشر ټکل شوی وو چې تېر کال د ملا عمر مړینه په ډاګه او تایید شوه.

د ملا عمر د ځای ناستي په توګه د ملا اختر محمد منصور تر ټاکل کېدوه وروسته په طالبانو کې د مشرۍ پر سر ژور اختلاف رامنځ ته شو.

د طالبانو یو شمېر مشرانو د ملا منصور مشري رد کړه ، له دې ډلې بیل شو او د ملا محمد رسول مشري یې ومنله.

افغان چارواکي وايي چې له هغه راهسې د هیواد په جنوبي سیمو کې د دې دوو ډلو ترمنځ په نښتې کې لوی شمېر وسله وال وژل شوي او ټپي شوي دي.

د ملا رسول ویاند عبدالمنان نیازي مشال راډیو ته ویلي چې دوی ته د ملا منصور پر ځای ټاکل شوی ملا هیبت الله اخوندزاده هم د منلو وړ نه دی.

عبدالمنان نیازي وویل ،هبت الله د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د منصور د کابینې غړی دی. ده د افغانستان په طالبانو کې نه رول درلود او نه یې لري، نه د جګړې سړی دی، نه په افغانانو کې شناخت او محبوبیت لري، نو په هیڅ صورت د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی."

امریکايي او افغان چارواکو د ملا اختر محمد منصور د وژنې په اړه د غبرګون په توګه ویلي چې هغه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په وړاندې خنډ وو.

XS
SM
MD
LG