د لاسرسي ځای

ننګرهار: ډرون بريد شپږ تنه داعش وسله وال وژلي


د ننګرهار چارواکي وايي ، د اچين ولسوالۍ په سروبي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله شپږ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفترنه د پنجشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د چارشنبې په ورڅ له غرمې وروسته ماسپښين درې نيمې بجې تر سره شوى چې په کې وژل شوي کسان ټول د اورکزي ايجنسي سره تعلق لري.

خبرپاڼه کاږي چې په ياد بريد کې د داعش وسله والو سراچه موټر چې له باروتو ډک و، هم له منځه تللي دي.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG