د لاسرسي ځای

په پېښور کې پر ملېشه ځواک برید، درې سرتېري ووژل


نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د ايف سي ځواکونو پر يوه موټر بريد کړى او د دغو ځواکونو د يوه مشر افسر په ګډون يې درې ملېشه سرتېري وژلي دي. د پېښور د امنيتي چارواکيو په وينا دا پېښه د چارشنبې په ورځ سهار د پېښور رېنګ روډ ته څېرمه په پتنګ چوک نومي ځاى کې رامنځته شوې ده. په وژل شویو کې د ايف سي ځواکونو يو افسر امير بادشاه د هغه ډرایور او يو ساتونکى شامل دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG