د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې پر ملېشه ځواک برید، درې سرتېري ووژل


نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د ايف سي ځواکونو پر يوه موټر بريد کړى او د دغو ځواکونو د يوه مشر افسر په ګډون يې درېملېشه سرتېري وژلي دي.

د پېښور د امنيتي چارواکيو په وينا دا پېښه د چارشنبې په ورځ سهار د پېښور رېنګ روډ ته څېرمه په پتنګ چوک نومي ځاى کې رامنځته شوې ده.

د چارواکيو په خبره نامعلومو موټر ساېکل سپرو وسله والو د ملېشه ځواکونو پر موټر هغه وخت بريد وکړ چې کله د دغو ځواکونو يو افسر امير بادشاه له خپل کوره د ملېشه ځواکونو قومندانۍ (ايف سي هيډکوارټر) ته پر لاره و.

په وژل شویو کې د ايف سي ځواکونو يو افسر (ډسټرکټ افسر) امير بادشاه د هغه ډرایور او يو ساتونکى شامل دي.

د چارواکو په خبره، که څه هم په پتنګ چوک کې د ملېشه ځواکونو پر موټر تر بريد وروسته بريدګر د پېښې له ځايه تښېدلي خو زياتوي چې پوليس او نور امنيتي سرتېري د پېښې ځاى ته رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې او په شاوخوا سيمو کې يې تلاشي عمليات هم پيل کړي دي.

د پېښور د پوليسو مشر سي سي پي او مبارک زېب د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې پر ملېشه ځواکونو بريد وغانده او ټينګار يې وکړ چې دا ډول بريدونه به د امنيتي ځواکونو مورال کمزورى نه کړي:

"درېو موټر سايکل سپرو وسله والو د ٩ ايم ايم وسلې په ذريعه پر دوى [ملېشه ځواکونو] ډزې کړي او بيا له همدې لارې تښتېدلي دي، خو موږ سيمه محاصره کړې او زموږ ټيمونه د هغوى [بريدګرو] په لټون کې دي. زموږ حوصلې لوړې دي، پوليس او نور امنيتي ادارې به د دوى [ترهګرو] پر ضد جګړه ساتي."

په دې وروستيو کې د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو بريدونه او د هغوى د هدفي وژنو پېښې يو ځل بيا ډېرې شوي چې تر دې دمه پکې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د روانې مياشت په ١٨مه نېټه هم د پېښور په متهرا نومي سيمه کې د پوليسو پر موټر دوه غبرګې بمي چاودنې شوې وې، چې په نتيجه کې يې ١ پوليس مړ او ١٣ پوليسو او ٦ ملکي کسانو په ګډون پکې ١٩ کسان ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا په پېښور کې پر ملېشه ځواکونو د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

XS
SM
MD
LG