د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي


د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر د چارشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد دغه چاڼيز عمليات د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د دوهم کنډک له لورې د شاهين ١٦ په نوم د غبرګولي د مياشتې په پينځمه نېټه چې د مۍ د مياشتې ٢٥ مې نېټې سره سمون خوري پيل شول.

خبرباڼه کاږي چې په دغه چاڼيزو عملياتو کې د ملي اردو د منسوبينو تر څنګ ملي پوليس او د ملي امنيت موظفين هم برخه لري چې موخه يې په يادو ولسواليو کې د دولت ضد وسله والو ځپل او يادې سيمې د وسله والو له شتون څخه باکول دي.

--

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG