د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړي پیسې او اختیارات غواړي


په خيبرپښتونخوا کې د ضلعي او تحصيل حکومتونو ناظمينو د ګل پر ورځ په پېښور کې د يوه پريس کنفرانس له لارې د صوبې پر حکومت غږ وکړ چې بلدياتي ادارو ته د پيسو او اختياراتو ورکولو خپلې ژمنې ژر تر ژره پوره کړي.

دوی وويل، که غوښتنې يې و نه منل شي نو د حکومت پر ضد د احتجاجونو لړۍ به پيل کړي.

هم د پېښور په خبري غونډه کې ضلعي ناظمينو د خپلو احتجاجونو د پر مخ وړلو لپاره يوه کميټي هم جوړه کړه، چې مشر يې د پېښور ناظم عاصم خان او سېکرټر يې د شانګلې ناظم نياز احمد وټاکل شول.

د شانګلې ناظم نياز احمد مشال راډيو ته وويل، د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان هغه دعوې درواغ دي چې د صوبې بلدياتي حکومتونو ته د پيسو ورکولو په برخه کې يې کوي.

د نوموړي په خبره، عمران خان د بلدياتي حکومتونو پيسې د خپل ګوند وزيرانو او د صوبايي اسمبلۍ غړيو ته ورکوي.

((د عمران خان صيب دا خبره بلکل غلطه ده چې وايي بلدياتي حکومتونو ته يې ۴۳ اربه روپۍ ورکړي دي. زه د صوبې د مالياتي کميسيون غړی يم او ما ته مالومه ده چې له دغو ۴۳ ارب روپو څخه ۱۳ اربه يې خپلو وزيرانو او د اسمبلۍ غړيو ته ورکړي دي. پاتې ۳۰ اربه شوې، په هغو کې يې هم د ضلعې او تحصيل حکومتونو نه ۵۰ ، ۵۰ او د ويليج کونسلونو نه ۷۰ فيصده کټوتي کړې ده. لنډه دا چې دوی ۱۰ اربه روپۍ هم بلدياتي حکومتونو ته نه ورکوي.))

د شانګلې ناظم نياز احمد زياتوي چې حکومت پرته له دې چې د يوې ضلعې ځانګړيو ضرورتونو ته وګوري، ټولو ځايي حکومتونو ته د يو هومره پيسو ورکولو پاليسي خپله کړې ده.

((په پېښور او شانګله کې د ځمکې اسمان فرق دی. خو د هغې باجود، شانګلې، چترال او پېښور ته په يوه طريقه پيسې ورکول کيږي. حکومت دا نه ګوري چې په هره ضلع کې د تعليم، روغتيا او همداراز سړک جوړونې په برخه کې بېلا بېل چيلنجونه شتون لري او دا چې بايد جلا جلا پيسې ورته مختص کړل شی. موږ به د خيبرپښتونخوا او همداراز د ټول پاکستان ولس ته دا خبره په ډاګه کوو چې د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې حکومت وايي يو څه او کوي بل څه.))

په خيبر پښتونحوا کې د تېر ۲۰۱۵ م کال په مۍ مياشت کې بلدياتي انتخابات شوي ول، چې په نتيجه کې يې د ضلعې، تحصيل او کليو په کچ حکومتونه جوړ شوي دي.

د دغو ځايي حکومتونو منتخب غړيو په دې وروستيو کې دوی ته د اختياراتو او پيسو نه ورکول کېدو پر ضد په پېښور کې يوه ستره احتجاجي مظاهره کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د صوابۍ تحصيل نايب ناظم ګوهر خان وايي چې دوی ته د پرمختيايي کارونو لپاره يو څه پيسې ورکړل شوي دی، خو په خبره يې چې د هغو د لګولو اختيار ورسره نشته.

((موږ ته يې پيسې راکړي دي، خو اختيارات يې نه دي راکړي. د پيسو لګولو اختيارات له تحصيل ميونيسيپل افسر او يا هم له اسسټنټ کمشنر سره دي. له ډېرو لانجو وروسته زموږ د پرمختيايي پروژو منظورۍ راغلي او اوس به يې ټينډرې کيږي. دا خبره سمه ده چې د ضلعو اوويلج کونسلو ناظمينو ته هېڅ اختيارات او پيسې نه دي ورکړل شوي. حکومت چې څه ويل، اوس په ميدان هغه خبره نشته. موږ ټول يوه خوله يو او په دغه اړه خپل احتجاج ته به دوام ورکوو.))

هڅه مو وکړه چې د ناظمينو دغه شکايتونه او د دوی لخوا د احتجاج خبره د بلدياتو صوبايي وزير عنايت الله مخ ته کېږدو، خو د ډېر هڅو باوجود ټيليفوني اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه.

نوموړي البته د ګل پر ورځ په پېښور کې د جرمن حکومت له يوه هييت سره په ليدنه کې هوډ ښکاره کړ چې د بلدياتي حکومتونو د پياوړتيا په موخه حکومت خپل ټول وسايل په کار راولي.

له پېښوره خپرېدونکې ورځپاڼې وايي چې عنايت الله جرمن هييت ته وويل چې حکومت بلدياتي حکومتونو ته پيسې ورکړي او دا چې د هغو د لګښت چارو د څار لپاره يې يو ميکانېزم هم جوړ کړی دی.

د صوبې د بلدياتي حکومتونو منتخب غړي بیا وايي چې که حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو د راروانې جون مياشت پر دريمه نېټه به په اسلام اباد کې د عمران خان د کور مخې ته احتجاجي مظاهره وکړي.

XS
SM
MD
LG