د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته نورې پوځي هلیکوپټرې ورکوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هند په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف له افغان ځواکونو سره د پرمختللو تجهیزاتو د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت یوه ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د هند له لورې کېدونکې مرستې او په خاصه توګه پوځي هليکوپټرې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي.

رادمنش وايي، دا مهال افغان ځواکونه پوځي هليکوپټرو او په خاصه توګه هندي هغو ته ډېر ضرورت لري، ځکه چې د افغانستان په جغرافیه کې یې فعالیت ګټور ثابت شوی دي.

هغه زیاته کړه:

"چورلکې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو د افغان ځواکونو لپاره ډېرې مهمې دي او همدا راز لکه څنګه چې د هند هېواد وعده کړې ده ممکن ده چې افغانستان سره د چورلکو مرسته وکړي."

له ارګ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تهران کې د کتنې پر مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لومړی به افغان لورې د یوه کمېسیون په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو لیست برابروي او بیا به دغه لیست هند ته سپاري چې پوځي هليکوپټرې به هم په دغه لیست کې شاملې وي.

هند له دې وړاندې افغانستان ته د څلورو پوځي هليکوپټرو مرسته کړې ده او په کابل کې د هند سفیر موده وړاندې ویلي و چې د افغانستان پوځي اکاډمۍ ته به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره خپل روزنکي هم واستوي.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان که څه هم له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو مرسته ضروري بولي خو سپارښته یې داده چې د دغه وسایلو د استعمال لپاره باید د افغان ځواکونو ظرفیتونه هم لوړ شي.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی:

"هره مرسته چې هر هېواد یې د افغانستان له وسله وال پوځ سره کوي موثره ده او خپل اثر لري خو دا یوازې کافي نه دي چې زموږ سره د وسلو او هوايي ځواک په برخه کې مرسته وکړي بلکې د دې لپاره موږ تخنیکي مرستو ته هم ضرورت لرو او زموږ منسوبینو ته باید د وسله وال پوځ د دغه وسایلو د استفادې لپاره ځانګړې روزنه وګوري."

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک په برخه کې یې ډېرې ستونزې په ۲۰۱۶میلادي کې حل شوي او افغان ځواکونه په ورځ کې له ۱۵۰ نیولې تر ۱۸۰ پورې پوځي او ملکي پروازونه کوي خو پوځې کارپوهان بیا وايي، لاهم افغان ځواکونو د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لري او هر څومره چې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی وي په هماغه کچه به د افغان ځواکونو عملیات ګټور او غښتلي وي.

XS
SM
MD
LG