د لاسرسي ځای

سوات کې د وسله والو په برید کې یو امنیتي سر تېری وژل شوی


په سوات کې د پولیسو پر ګاډي د وسله والو په برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

د سوات پولیسو مشر سلیم مروت مشال راډيو ته وویل، د دوشنبې پر شپه ناوخته وسله والو هغه مهال د منګلور تاڼې پولیسو پر ګاډي برید وکړ چې هغوی ګزمه یا ګشت کاوه.

د ده په خبره، پولیسو هم پر وسله والو ډزې وکړې خو هغوی په تېښته بریالي شول.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG