د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د رویت هلال کمېټۍ غونډه په پېښور کې کوو’


د پاکستان وفاقي حکومت ویلي، دا ځل د رویت هلال کمېټۍ غونډه په پېښور کې کوي.

د هغه هېواد مذهبي چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، دا اقدام ځکه کوي چې په ټول هېواد کې پر یوه ورځ روژه اعلان شي.

وزارت وايي د پېښور قاسم خان جومات له مشر خطیب سره یې هم رابطه کړې ده. په پاکستان کې له مودې راهیسې دوه او ان درې روژې او اخترونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG