د لاسرسي ځای

امریکا: ملا منصور امریکايي ځواکونو ته ګواښونه پېښ کړي ول


د امریکا دفاع وزارت وايي، د هغه هېواد ځواکونو د طالبانو مشر ملا اختر منصور ځکه وژلی چې هغه په افغانستان کې امریکايي او اېتلافي ځواکونو ته ((ځانګړي او حتمي ګواښونه)) پېښ کړي ول.

د پېنټاګان ویاند جېف ډېوېس بېګا خبریالانو ته وویل، د مې پر ۲۱مه په بلوچستان کې پر ملا منصور شوی ډرون برید له هغو ټاکل شویو اصولو سره سم شوی چې امریکايي ځواکونو ته پر هغو کسانو د دفاعي حملو اجازه ورکوي چې امریکايي او اېتلافي ځواکونو ته ګواښ ولاړوي.

XS
SM
MD
LG