د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وایي، ملا منصور د دوی خاورې ته سفر نه و کړی


ایران هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور ایران ته سفر کړی وو.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، د شنبې پر ورځ چې کوم ګاډی په ډرون برید کې په نښه کړل شو، هغه له ایرانه ورستون شوی او بلوچستان ته رسېدلی وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پېښې له ځایه یې یو پاسپورټ تر لاسه کړی چې ورباندې د ایران ویزه لګېدلې. اسلام اباد تر اوسه د ملا منصور وژنې رسمي تصدیق نه دی کړی خو ویل کېږي، نوموړي د ولي محمد په نوم له پاسپورټه کار اخیسته.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، ملا منصور تر برید مخکې ایران ته سفر نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG