د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ډرون بریدونه د افغان سولې بهیر اغېزمنوي


پاکستان وايي، په بلوچستان کې د ډرون برید په څېر اقدامات د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د څلور اړخیزه هېوادونو ډلې هڅې اغېزمنولای شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، تېر مازیګر د پاکستان وزیراعظم د بهرنیو چارو ځانګړي سلاکار طارق فاطمي په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی وو.

بیان وايي، فاطمي پر شوي امریکايي ډرون حملې اندېښنه وښوده. بیان زیاتوي، فاطمي د امریکا سفیر ته وویل، اسلام اباد او واشنګټن د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې نېږدې همکاري کوي او دا چې دا همکاري باید برقراره پاتې شي.

پاکستان لا په رسمي توګه د ملا اختر منصور وژل کېدو تصدیق نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG