د لاسرسي ځای

پښتونخوا اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند دوو غړو تر منځ نښته


د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند دوو غړو تر منځ د نښتې له کبله نه یوازې د اسمبلۍ غونډه تر خپل ټاکلي وخت مخکې وځنډول شوه بلکې د بېلا بېلو ګوندونو سیاستوالانو پر پېښې د خپګان څرګندونه هم وکړه. د دوشنبې پر مازیګر د غونډې پر مهال جاوېد نسیم او ارباب جانداد پر یو بل ګوزارونه هم وکړل. اپوزیشن ګوندونو او حکومتي غړو دواړو دا د پارلېماني روایت ضد کار وباله. په دې اړه د خالد خان ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG