د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې د بې کوره شویو کډوالو ستونزې


په بغلان کې د روانو جګړو له کبله زرګونه بې کوره شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره ټکوي.

یو شمېر کډوالو مشال راډیو ته ویلي، چا ورسره ابتدايي مرستې هم نه دي کړي او یو شمېر یې چې په امنو سیمو کې خپل خپلوان لري هغوی ځای ورکړی کنه بې سرپناه پاتې دي.

د مرکزي بغلان په لویدیځ کې د پرتو تقریباً شلو کلو استوګنو د جګړو له کبله خپل کورونه خوشې کړي. له دې کډوالو یو تن مشال راډیو ته وویل :

”غنم مو سوزي، شولې هم نه کرل کیږي. جګړه ده. هیڅوک خپل کور او کروندو ته نه شي ستنیدلی. فرشونه او ظرفونه مو هماغسې هوار پاتې دي او دروازې مو نه دي قلف کړي. “

ملګرو ملتونو په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، په تیرو څلور میاشتو کې په بغلان کې تر دیرش زرو زیات خلک د جګړو له کبله بې کوره شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG