د لاسرسي ځای

پراګ - په جرمني کې مېشتو ځينو پښتنو مشرانو په ۱۹۸۱ م ز کال کې د پښتنو د قامي وحدت د ټينګ ساتلو په موخه د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند جوړ کړ.

دا ګوند وخت په وخت د خپلو سيمينارونه او ولسي غونډو په ترڅ کې هڅه کوي په سياسي او ټولنيزو ډګرونو کې پښتنو ته ورپېښې ستونزې او د هغو حل لارې په ګوته کړي. په دې لړ کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مې پر ۲۱مه په فرانکفورټ کې د پښتنو ستونزو او د هغو هواري په اړه یو ورځنی سیمینار جوړ کړی وو.

د جرمني په کولن ښار کې مېشت د ياد ګوند يو مخکښ، عزيز سرشار وايي چې د دوی د هڅو غټ هدف د پښتنو يووالی دی.

((د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ستر هدف د لر او بر پښتنو يووالی دی. زموږ ملګري پر دې يقيني دي چې د پښتنو يووالی به د سيمې او نړۍ له امنيت او ثبات سره مرسته وکړي. موږ په دغه لړ کې افغانستان او همداراز کوزې پښتونخوا ته سفرونه کړي دي، موږ کلني پروګرامونه لرو، علمي سيمينارونه لرو، موږ هر کال د نومبر دولسمه د پښتنو د يووالي د جشن په توګه نمانځو. زموږ لپاره د خوشالۍ خبره دا ده چې په ګوند کې مو د پولې دواړه خواوو خلک راټول دي.))

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ستر هدف د لر او بر پښتنو يووالی دی. زموږ ملګري پر دې يقيني دي چې د پښتنو يووالی به د سيمې او نړۍ له امنيت او ثبات سره مرسته وکړي.

عزيز سرشار زياتوي، پښتانه بايد پر دې پوه شي چې د قامي ژوند پر وړاندې يې کوم خطرونه موجود دي او د هغو د له مينځه وړلو لپاره دوی بايد کومې لارې چارې ولټوي.

((موږ دا ويلای شو چې پښتنو ته د خپل قامي ژوند او مرګ پوله ور په غاړه ده. زموږ په دغه سيمينار کې، له نېکه مرغه، د لوی افغانستان او لوی پښتونخوا د هرې سيمې او هرې ټولنې ملګرو ګډون وکړ، د ټولو اروپايي هېوادونو نه خلک ورته راغلي وو، په سلګونو پښتانه راغلي وو. موږ پر دې عقيده يو چې پښتانه د امن خلک دي، موږ د داسې غونډو او سيمينارونو له لارې له نړيوالو سره د پښتنو صحيح معرفت او پېژندګلوي کوو.))

د فرانکورت سيمينار ته د افغانستان او همداراز کوزې پښتونخوا يو شمېر پېژندل شويو شخصيتونو ويناوې وکړې.

د خيبر پښتونخوا د سوات ضياالدين يوسفزی، چې د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلار دی، د برېتانيا له برمېنګم ښار څخه دغې غونډې ته دعوت شوی وو.

د ښځو په باب په خپل فکر او سوچ کې بدلون راوستل ډېر مهم دي.

نوموړي په خپله وينا کې پر دې خبره زور راوړ چې پښتانه بايد د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او داسې فرصتونه ورته برابر کړي چې هغوی وکولای شي په ټولنيزه او سياسي توګه فعاله ژوند وکړي.

((د ښځو په باب په خپل فکر او سوچ کې بدلون راوستل ډېر مهم دي. هغوی ته يوازې دا ويل نه چې مور بي بي، ته په ما ډېره ګرانه يې او ښځې مې، ته په ما ډېره ګرانه يې، بلکې هغوی ته موږ بايد د ټولنيز او سياسي ژوند پوره حقونه ورکړو. له هغه راهيسې چې زه بې کوره شوی يم او له سوات څخه راوتلی يم، ما د پښتو دومره ستره غونډه نه ده ليدلې، او له هم دې کبله زه ډېر زيات خوشاله يم.))

هم په کولن کې مېشت د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند يو بل مهم غړی او د مۍ ۲۱ مې غونډې تنظيموونکی نصير ستوری وايي چې په بهر کې پښتانه پر يوه پليټ فارم راغونډول اسان کار نه دی.

موږ چې څومره ستړي کيږو، څومره چې دا منډې وهو، هغومره موږ ته تسکين ملاويږي.

خو نوموړی هوډ ښکار کوي چې د پښتنو د يووالي او د هغوی د سياسي پوهاوي لپاره خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکړي.

((موږ چې څومره ستړي کيږو، څومره چې دا منډې وهو، هغومره موږ ته تسکين ملاويږي. پخوا چې موږ کومې غونډې کړې دي، ښې نتيجې يې مخ ته راغلي دي او د دې اوسنۍ غونډې پايلو ته هم موږ هيله من يو. د پښتنو د يووالي لپاره ډېر کار شوی دی او لا هم کيږي. په تېره د ځوان نسل د فکري رغونې لپاره دا رقم غونډې ډېرې مهمې دي. تر هغې چې ژوندي يو، د پښتنو د وحدت پيغام به نړيوالو او خپلو وطنوالو ته رسوو.))

د فرانکفورت د غونډې ويناوالو د پاک افغان پولې دواړه خواوو ته د ولسونو تر مينځ د اړيکو د پياوړي کولو پر خبره ټينګار وکړ.

د دوی په خبره، په لر او بر پښتون افغان وطن کې مېشت پښتانه کولای شي پر خپلو حکومتونو د فشار راوړلو په ترڅ کې خپلې سياسي او ټولنيزې ستونزې هوارې کړي او په نتيجه کې يې د يوه سوکاله او خوشاله ژوند خاوندان شي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG