د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا اختر منصور که ولي محمد؟


په ډرون برید کې د ویجاړ شوي ګاډي انځور
په ډرون برید کې د ویجاړ شوي ګاډي انځور

رپورټ: بارکوال میاخېل

کوټه - که څه هم افغان حکومت د امريکا هغه ادعا تاييد کړې، چې وايي د شنبې په ماسپښين يې د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ملا اختر محمد منصور وژلى، خو د بلوچستان ايالتي چارواکيو لا تر اوسه نه په رسمي توګه د بې پيلوټه الوتکې حمله منلې او نه يې دا منلې چې په دې پېښه کې دي طالب مشر ملااختر محمد منصور وژل شوى وي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي په دې اړه رسنيو ته وويل:

((پر موټر بريد شوى، خو دا شو ويلاى چې دا د ډرون بريد دى که په موټر کې چاودېدونکي توکي وو او هغه چاودلي دي، زموږ ډله سيمې ته رسېدلې، هغوى څېړنې کوي، چې څه مالومات لاس ته راځي له تاسې سره به يې شريک کړو.))

ولي محمد ريښتيا هم له کلا عبدالله سره تړاو لري او د چمن د (جديد کلي) اوسېدونکى دى، ۱۱ اولادونه لري او د پاکستان د عمومي ټاکنو په انتخابي فهرست کې يې نوم هم درج دى.
د پاکستان شناختي کارډونو اداره

د بلوچستان د پاسپورټ او شناختي کارډ جوړولو ادارو د هغه پاسپورټ او شناختي کارډ په اړه پلټنه پيل کړې، چې د شنبې په ورځ له هغه ځايه تر لاسه شوي، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې په موټر کې دوه تنه و وژل شول.

په تر لاسه شوي پاسپورټ کې د هغه تنه نوم ولي محمد ليکلى، چې ګومان کېږي ملا اخترمحمد منصور به وي، خو د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې د دوشنبې په ورځ په دې اړه جزيات خپاره کړي او ويلي يې دي، چې ولي محمد ريښتيا هم له کلا عبدالله سره تړاو لري او د چمن د (جديد کلي) اوسېدونکى دى، ۱۱ اولادونه لري او د پاکستان د عمومي ټاکنو په انتخابي فهرست کې يې نوم هم درج دى.

ویل کېږي چې د ولي محمد په نوم پاکستانی شناختي کارډ د ملا اختر منصور وو خو د پاکستان چارواکي دا نه مني
ویل کېږي چې د ولي محمد په نوم پاکستانی شناختي کارډ د ملا اختر منصور وو خو د پاکستان چارواکي دا نه مني

خو د کلا عبدالله او چمن خلکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې د ولي محمد په نوم کوم تن پېژني که نه او نه يې هم د کورنۍ څوک پيدا شوي، چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له وژل شوي تن سره دي يې د خپلوۍ دعوه کړې وي او د هغه د مړي غوښتنه دي يې کړې وي.

پر هغه پاسپورټ- چې د څښتن نوم يې ولي محمد ښوول کېږي- د ايران ويزه هم لګېدلې او د ايران سرحدي چارواکيو تاييد کړې، چې د مې پر ٢١مه يې د ولي محمد په نوم د يوه تن پر پاسپورټ د خروج ټاپه وهلې او پاکستان ته يې را اړولى دى.

له هغه ځايه له محمداعظم نومي ډرېور سره له تفتان ښاره د هغه په موټر کې يواځې را سپور شوى او کوټې ته ورروان وو، چې د نوشکي د کوچکي سيمې په احمد وال نومي ځاى کې ورباندې حمله وشوه، چې د امريکا د دفاع وزارت له ادعا سره سم دا د بې پيلوټه الوتکې بريد وو او په نتيجه کې يې ملااختر محمد منصور وژلى دى.

د کوټې په ملکي روغتون کې د طبي معايناتو د څانګې مسوولين وايي، چې د هغه جسد نمونې يې د ډي اين اې معايناتو لپاره اسلام اباد ته لېږلې دي، چې د پېژندلو نه دى او د نتايجو په تر لاسه کېدو به دا څرګنده شي چې آيا دغه مړى د ملا اخترمحمد منصور دى او که د ولي محمد په نامه د کلاعبدالله د اوسېدونکي دى، خو د جسد په اړه ويل کېږي چې هغه لا هم د امنيتي ادارو په ولکه کې دى.

د يادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکيو په غيرمستقيمه توګه په نوشکي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړ او دا يې د پاکستاني پر خپلواکۍ بريد بللى، خو دا يې لا نه ده منلې، چې په دې بريد کې وژل شوى تن دي ملااختر محمد منصور وي.

XS
SM
MD
LG