د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا اختر منصور وژنې له کبله طالبان تر فشار لاندې دي: صدیقي


ویل کېږي چې ملا اختر منصور پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ هم درلود.
ویل کېږي چې ملا اختر منصور پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ هم درلود.

کابل - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې د طالبانو د مشر ملا اختر محمدمنصور په وژل کېدو سره په افغانستان کې دا ډله تر سخت فشار لاندې راغلې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې وسله وال طالبان وځپي.

((د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د طالبانو ګروپونو ته یوه ستره ماته ده،د کورنیو چارو وزیر د دې ترڅنګ چې افغان ځواکونو ته دستور ورکړی ترڅو طالبان ډير تر فشار لاندي ونیسي، افغان ځواکونو ته هم هدایت ورکړی چې په لوړو احضاراتو کې اوسي.))

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې د شنبې پر ورځ ورځ د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې و وژل شو.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو په پاکستان کې وژلی وو او له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مړینه هم په پاکستان کې تایید شوه.

په ډرون برید کې د ملا منصور وژنې په غبرګون د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، دا برید د هغه هېواد خپلواکۍ ضد کار وو.

هلته امریکايي ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې پر ورځ د ملا اختر منصور وژنې پخلی وکړ.

د اوباما په بیان کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))

بیان طالبانو ته په اشاره ویلي چې د ((القاعدې په څېر له سختدریځه ډلو سره )) موازي ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG