د لاسرسي ځای

انځورونه: د طالبانو د مشر ملا منصور وژل کېدل تائيد شول


د رپورټونو تر مخه دا د ملا منصور مړی دی

د رپورټونو تر مخه دا د ملا منصور مړی دی

د کويټې يو دولتي روغتون ته د دوو کسانو مړي راوړل شوي چې ويل کيږي يو يې ملا اختر محمد منصور او بل د محمد اعظم په نامه يو سړی دی. د دوی مړي له روغتونه نامعلومو کسانو نامعلومې خوا ته وړي دي.

د افغانستان د استخباراتو ادارې په خپله نن خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور په يو ډرون بريد کې په بلوچستان کې وژل شوی دی. د خبرپاڼې تر مخه ملا منصور سره د نورو ملګرو په دالبندين سيمه کې په نښه شو.

د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت بيا وايي چې د ملا منصور د وژنې د رپورټونو جاج اخلي. د ياد وزارت وياند، نفيس زکريا رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دوی ته هم د مطبوعاتو دغه رپورټونه ليدلي دي خو لا نور وضاحت ته منتظر دي.

ياده دي وي چې پرون د امريکې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ولسمشر بارک اوباما تر اجازت وروسته بې پیلوټه الوتکې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمه کې وروسته تر دې بمباري وکړه چې استخباراتو يې د ملا منصور د ځای په اړه د پاکستان په خاوره کې خبر ترلاسه کړ.

ملا منصور مو له دې کبله تر بريد لاندې ونيو چې هغه د افغان حکومت سره د سولې او سياسي روغې جوړې مخالف وو.

د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې مشر پیټرکوک وایي، امریکا اوس د دې برید په اړه نورې څیړنې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا منصور يې له دې کبله تر بريد لاندې ونيو چې هغه د افغان حکومت سره د سولې او سياسي روغې جوړې مخالف وو.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د بريد ځای د بلوچستان نوشکۍ سيمه ده.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې دولتي ملکي روغتون ته نن سهار دوه مړي راوړل شوي وو، چې د روغتون د حادثاتو په شعبه کې په کفنونو کې نغښتي پراته وو. خبريالانو ته په ازاده توګه اجازه نه ورکول کېده، چې دغه جسدونه وګوري او په اړه يې رسنيو ته خبر ورکړي.

خبريالان په روغتون کې هغه مړي ګوري چې د رپورټونو تر مخه د طالبانو د مشر او د هغه د ډرايور دي

خبريالان په روغتون کې هغه مړي ګوري چې د رپورټونو تر مخه د طالبانو د مشر او د هغه د ډرايور دي

د روغتون کارکوونکيو چې ځينو رسنيو ته مړي ور ښکاره کول، نو بدنونه يې سوځېدلي وو. هغه مړى چې ګومان کېده د ملا اختر محمد منصور به وي، د مخ يواځې يوه برخه يې پاته وه، خو د پېژندلو نه وو.

دويم مړى د محمداعظم په نامه د هغه تن وو، چې ويل کيږي د ملا منصور سره په موټر کې سپور وو. محمداعظم د ايران پولې ته نيژدې د تفتان سيمې اوسېدونکى بلل شوى، چې وايي د نوشکي او تفتان سيمو تر منځ يې موټر چلاوه.

ايجنسي فرانس پريس بيا ځيني انځورونه خپاره کړې دي.ويل شوی چې دا په ډرون بريد کې لګيدلي د طالبانو د مشر ملا منصور د ګاډي انځورونه دي. په تصويرونو کې يو ويجاړ شوی ګاډی او يوه مړی چې څادر پرې غوړېدلی، هم ليدل کيږي.

په همدي حال کې اسلامي خبري اژانس د طالبانو د يو چارواکي له خولې ليکلي چې ملا منصور نه دی وژلی شوی.

ياده دي وي چې طالبانو د خپل پخواني مشر ملا عمر مرګ هم تر دوو کلونو پورې له خلکو پټ ساتلی وو او د هغه د مرګ سربېره به يې د هغه په نامه خبرپاڼې خپرولې.

ملا احتر محمد منصور دملا عمر د مرګ تر خبر وروسته تېر کال د جولايي په مياشت کې د طالبانو مشر شو چې ځيني مشران طالبان يې په ټاکنه خوشاله نه وو. له همدې کبله د طالبانو يو مشر ملا رسول له طالبانو بېل شو او په دې وروستيوو کې يې د افغانستان فراه، هرات او هلمند ولايتونو کې د ملا منصور وسله والو سره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG