د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي امنیت د ملا منصور وژل کېدل تائيد کړل


د طالبانو مشر ملا اختر منصور
د طالبانو مشر ملا اختر منصور

د افغانستتان د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تائید کړي دي.

له دغه ریاست څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ملا اختر محمد منصور پرون له ماسپښین ورسته په پاکستان کې په یوې هوايي حملې کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اختر محمد منصور په خپل موټر کې د بلوچستان په دالبندین په سیمه کې هدف ګرځېدلی دی.

د امریکا د متحده ایلاتو د سنا یو شمېر غړو د دغې حملې ستاینه کړې ده ویلي یې دي چې د منصور وژل کېدل د طالبانو لپاره یوه لویه ضربه ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدلو په اړه څه نه دي ویلي خو ایسوسی ایټډ پریس د طالبانو د یو قومندان ملا عبدالروف په حواله لیکلي چې نوموړي د ملا منصور وژنه تائید کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG