د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په انګور اډه کې ځیني تاسیسات افغانستان ته وسپارل


د پاکستان د پوځ ویاند
د پاکستان د پوځ ویاند

د پاکستان پوځ د ډیورنډ پر کرښه انګور اډه کې، یو شمېر تاسیسات افغان ځواکونو ته سپارلي دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا په یو ټویټر پیغام کې وویل، ددې ګام مقصد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کول او پر پوله همکارۍ ته نوره وده ورکول دي. عاصم باجوا زیاتوي چې له دې سره به پر پوله امنیت او ثبات راوستلو کې مرسته وشي.

بلخوا د پکتیکا والي امین اله شارق پرون مشال راډيو ته ته وویل:

« انګور اډې ته هغه هیئت چې د دفاع او سرحداتو د وزارت نه راغلی و، په رسمي ډول هغه تاسیسات د افغانستان سرحدي قواوو ته تسلیم کړل. »

دا پرمختګ وروسته له هغې شوی چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې افغان سفیر ذاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره وکتل او د تورخم لاره د تګ راتګ کونکیو پرمخ پرانیستل شوه.

XS
SM
MD
LG