د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه له پامه نه غورځوو


که څه هم ځیني مدني فعالان اندېښنه لري چې ښايي د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونو ته دومره پام ونه شي خو افغان ولسمشر بیا دا ډول اندېښنې ناسمې بولي.

ښاغلی غني وايي، افغان مېرمنې به هیڅکله شاتګ ونه کړي او د ملي یوالي حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د عدالت پر بنسټ ټولنه رامنځته شي څو مېرمنې د افراطي افکارو په لومه کې راګیر نه شي.

​ښاغلي غني زیاته کړه​"افغان مېرمنې اماده نه دي چې شاته ولاړې شي، افغان ښځې به له سړیو سره اوږه په اوږه، مخ پر وړاندې ځي، زموږ هدف یوه منځ لارې ټولنه ده، داسې یوه ټولنه چې په هغې کې افراط او تفریط نه وي او افراطي نظریات بیا دا ټولنه یرغمله نه کړي."

د ښځو د پیاوړي کېدو لومړی سمپوزیم په ۲۰۱۳م کال په امریکا او دوهم سپوزیم په ۲۰۱۴م کال کې د ناروې په اسلو ښار کې جوړ شوی و.

د کابل سمپوزیم دوه ورځې دوام کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دغه سمپوزیم کې به د افغان مېرمنو د حالت د ښه کېدو په باب وړاندې کېدونکې طرحې او نظریات د وارسا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره هم مطرح کړي.

سمپوزیم هغې عملي ناستې ته ویل کېږي چې څېړونکي له بېلابېلو هېوادونو راټولیږي او د یوې موضوع په باب خپل نظر له یو بل سره شریکوي.

په ورته وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ریچارډ اولسن په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه د پام وړ ګڼي خو له ځینو ستونزو هم یادونه کوي.

اولسن وايي، د امریکا متحده ایالات به په ګډه له افغان حکومت سره د ښځو د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه​"موږ په دې پوهیږو چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو د حقونو دفاع د افغان حکومت د کار یوه مهمه برخه ده، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت او همدا راز د امریکا خلک ستاسو له دغه هڅو ملاتړ کوي."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برڼد چې کابل ته راغلی وايي د افغانستان پرمختګ ددغه هېواد د ښځو له پرمختګ سره تړلی دی.

بریندلي چې د ښځو د پیاوړي کېدو په سمپوزیم کې یې خبرې کولې وویل د امنیت، اقتصادي ودې او د ښځو د حقونو په برخه کې د افغان مېرمنو نظریات باید مهم وګڼل شي.

ناروې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ترڅنګ د کابل د سمپوزیم له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه دی د بهرنیو چارو وزیر یې ډاډ ورکوي چې هېواد به یې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره تل د ژمن هېواد په توګه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG