د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ناکامه دی


نواز شريف
نواز شريف

د جمعې په ورځ د سوات په منګوره کې جلسې ته په وينا کې نواز شريف وويل، که د خېبر پښتونخوا ولس د ۲۰۱۳م کال انتخاباتو په دوران کې د تحريک انصاف په خبرو نه وی دوکه شوی نو اوس به په دې صوبه کې بدلون راغلی وو.

هغه زياته کړه: ((مينګوره مې له هليکوپټره وڅارله، هغه پخواني مات سړکونه دي، هغه پخواني مات سکولونه دي، هغه پخواني مات روغتونونه دي. تاسې چې کوم بدلون غوښت، هغه بدلون نه دی راغلی، دلته به موږ بدلون راولو. ))

نواز شريف همداراز خلکو ته وويل: ((تاسي به ضرور په تېرو ټاکنو کې [تحريک انصاف] ګوند ته په رايه ورکولو پښېمانه ياست.))

په داسې حال کې په تحريک انصاف نيوکې کړي چې د دی ګوند مشر عمران خان وروسته له هغو د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي چې د نواز شريف په اولادونو تور دی چې له ټيکس د بچ کېدو لپاره يې په بهر ملک کې کمپنيانې جوړې کړي دي.

په دې اړه د نیاز احمد خان رپوټ دلته واورئ

نواز شریف: په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ناکامه شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تر دې وړاندي هم د پاکستان وزيراعظم د بنو سفر کړی وو چې ورپسې سمدستي عمران د بنو دوره وکړه. اوس چې نواز شريف سوات ته تللی نو ټاکل شوې ده عمران خان به هم د يکشنبې په ورځ سوات ته ځي.

د هېواد د لويو مخالفه ګوندونو مشرانو دغسې دورې ایا يو اتفاق دی او که نه د يو بل پر ضد يې سياسي کمپاين پیل کړی دی؟ دا پوښتنه د مشال راډیو همکار عبدالحي کاکړ د سياسي چارو له پوه ايمل خټک څخه په يوه مرکه کې کړې ده.

دغه مرکه لاندې اورېدای شئ.

سوات ته د وزیراعظم نواز شریف سفر په اړه بحث
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نوازشريف د دې وروستيوو نيوکو په اړه د خيبر پښتونخوا حکومت يا تحريک انصاف ګوند تر اوسه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG