د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ناکامه شوی


نواز شریف: په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ناکامه شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان وزيراعظم وايي، په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت په مکمله توګه ناکامه شوی. د جمعې په ورځ د سوات په منګوره کې جلسې ته په وينا کې نواز شريف وويل، که د خېبر پښتونخوا ولس د ۲۰۱۳م کال انتخاباتو په دوران کې د تحريک انصاف په خبرو نه وی دوکه شوی نو اوس به په دې صوبه کې بدلون راغلی وو: ((مينګوره مې له هليکوپټره وڅارله، هغه پخواني مات سړکونه دي، هغه پخواني مات سکولونه دي، هغه پخواني مات روغتونونه دي. تاسې چې کوم بدلون غوښت، هغه بدلون نه دی راغلی، دلته به موږ بدلون راولو. )) نواز شريف په داسې حال کې په تحريک انصاف نيوکې کړي چې د دی ګوند مشر عمران خان وروسته له هغو د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي چې د نواز شريف په اولادونو تور دی چې له ټيکس د بچ کېدو لپاره يې په بهر ملک کې کمپنيانې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG