د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ایجنسۍ په تیرا مېدان کې د سېکانو ژوند


د خېبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا مېدان کې د اپریدي قوم په شمول له پیړیو راهیسې سېکان او هندوان هم ژوند کوي خو چې کله وسله والو طالبانو په تیرا میدان یرغل وکړ نو دغه سېکان او هندوان هم ورسره بې کوره شول او له یو شمېر کړاوونو سره مخامخ شول او وسله والو د نورو خلکو ترڅنګ د دوی کورونه هم ونړول.

په وروستو کې د اپریدي قوم ټولې بې کوره شويو قبیلې تیرا میدان ته ستانه شوي دي خو دغه کډوال پکې په ډېره کمه شمیره کې بیرته راغلي دي.

په تیرا میدان کې په خپل وران شوي دوکان کې ناست یو سیک نارنجن سنګ چې حکیمي دوایانې خرڅوي مشال راډیو ته وویل (( زه شلوبر قمبر خېل یم د تیرا خلکو موږ له څه تکلیف نه دې را کړې خو چې کله حالات خراب شول نو د اپریدو سره سره موږ هم متاثره شو وسله وال په دې سیمه راننوتل او توغوندي یې راویشتل موږ هم په دې وطن کې پښتو وکړه او تر ډېره وخته پورې وه نه تښتېدو په ‌ډزو کې هم دلته وو خو چې کله وسله والو زورول شروع شول نو ټولو خلکو دغه سیمه پریښوده،کورونه مو وران شول ډک دوکانونه رانه پاتې شول او چې امن شو نو بیا راغلو او دغه حکیمي دوایاینې او سپیرکې او نور څیزونه خرڅوم خلک یې لږ لږ اخلي، د کاروبار مزه مو نشته موږ له حکومته غوښتنه کوو چې مرسته راسره وکړي ))

یو بل سیک ارویل سینګ وایي(( بس داسې حالت وو چې کډې مو وکړې هر څه رانه پاتې شول خو چې اوس امن شو نو بیا راغلو د تیرا نه مو بل چېرته زړه نه کېږي))

منجیت سینګ په باغ میدان کې یوې لوې دوکان بیا اباد کړې اووایي چې(( زموږ دوکانونه یې سوزولي وو خو اوس مو بیا راغلو د رخت او ورځينې استعمال څيزونو او د پلاسټک لوښو کاروبار کوم مخکې به مو په تیرا کې خپل مذهبي رسومات کول دلته د دریو سوو زیاتې کورنۍ وې مذهبي غونډې به مو کولې او خیراتونه به مو کول خو اوس دلته ډېر کم خلک پاتې دي، ځينې کورنې پېښور ډبګرې ته لاړې ځینې حسن ابدال ته او بیا ځینې لاهور ته لاړل او اوس دغه رسومات نه شو تر سره کول))

چارواکي وایي چې(( ۲۰۱۳م کال کې وسله والو طالبانو او هلته حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام ترمنځه خونړې نښتې شوې وې چې په نتیجه کې یې ټولو خلکو دغه سیمه پریښې وه خو اوس ورته خلک بیرته راغلي او د بیا بحالې او پرمختایي کارونو غوښتنه کوي))

د خېبر انتظامي چارواکي وایي (( د خیبر پختونخوا موجوده ګورنر اقبال ظفر جګړا په دې وروستو کې په تیرا میدان کې د یو شمیر پرمختیايي کارونو او ولسي ادارو جوړولو پرانسته کړې ده او ډېر زر به ترې د تیرا میدان د اپریدي قوم خلک او اقلیتونه ګټې پورته کړي))

XS
SM
MD
LG