د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې چاودنې درې وسله وال وژلي دي


پېښور: د پېښور په ریګي کې په یو چاودنه کي درې تنه وژل شوي دي. د پولیسو د سپیشل برانچ یو چارواکي مشال راډيو ته وویل چې دا درې واړه کسان وسله والو وو.

دی وايي ، دا کسان پر یو موټرسایکل سپاره وو او د کافور ډهیرۍ په ریګي سیمه کې خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې د یو وسله وال د ځانمرګۍ واسکټ چاودلی دی.

پولیس وايي ، د پېښې له ځایه یې یو د ځانمرګي واسکټ او درې مړي ترلاسه کړي او د وژل شوو کسانو موټر سایکل یې د ریګي تاڼې ته سپارلی دی.

د دې پیښې یو عینی شاهد عارف مشال راډیو ته وویل چی هغه د پیښی په ځای کي دوه سرونه او یو روغ مړی لیدلی وو او سهار څلور بجې یې يې د یو چاودنې ږغ هم اورېدلی وو.

د کومې وسله والې ډلې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG