د لاسرسي ځای

د لوګر اوسیدونکو د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ


خوست: د افغانستان د لوګر ولایت یو شمېر قومي مشرانو او اوسیدونکو د افغان حکومت لخوا د حزب اسلامي له مشرتابه سره د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

دوی هیله ښودلې چې نظام ته د دې ډلې په داخلیدلو سره به د افغان حکومت نورې مخالفې وسلوالې ډلې هم سولې ته لیوالتیا وښيي.

د جمعې په ورځ د قومي مشرانو په غونډه کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي اکبر ستانکزي له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د مخالفینو د پخلاینې لپاره د حکومت په چوکاټ کې د اجراييه ریاست په شان چوکۍ جوړې کړي.

د اکبر ستانکزي په وینا ، د دې له مخې به نورو سیاسي مخالفینو ته هم د حکومت په چوکاټ کې ځای پیدا شي.

ده زیاته کړه چې حکومت دې مخالفین په پرلپسې توګه وهڅوي چې هغوی له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

اکبر ستانکزي زیاته کړه، ټول لوګریان دې ته لیوال دي او له ټولو سره یو احساس پیدا شوی چې لکه څرنګه چې انجینر ګلبدین حکمتیار لیواله شوی او غواړي د ملي یووالي حکومت سره یوځای شي، همدا قسم به طالبان هم په اینده کې د نظام سره یو ځای شي، چې پدې توګه د ټولو افغانانو سره د دایمي سولې په مورد یو امید پیدا شوی دی.

د لوګر د قومونو او سرحدونو چارو رييس عبدالرحمن ت

سل وايي چې پدې غونډه کې يې د لوګر په کچه ټول مخور قومي مشران وربللي وو.

ده وویل ، موږ دوی ته داسې یو احساس ورکوو چې دا جنګ چې اوږدې لسیزې پر موږ او پدې هېواد تپل شوی دی، دې ته څنګه د پای ټکی کېښودل شو او هغه پخوانی دود او برم چې دوی به په جرګو کې په ملي کچه تصامیم نیول دا یو ځل بیا راژوندي کړو تر څو لدې لارې موږ وکولای شو نوي نسل ته یو ښه بنسټ کېږدو.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال قاسم خوشیوال هم سولې ته د لوګریانو پر لیوالتیا خبرې وکړې.

نوموړي وویل ، تاسو پوهیږئ چې اوس ټول خلک له جنګه ستړي شوي دي، ټول جرګه غواړي، ټول سوله غواړي، تاسو هم پوهیږئ چې پدې شپو ورځو کې وطن د سولې خواته روان دی او دا د خلکو یواځنۍ غوښتنه ده، د لوګر ټول اوسیدونکي جنګ نه غواړي، فقط سوله غواړي او جرګه غواړي.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې مسوده تېره ورځ بشپړه شوه او ښايي ډېر ژر به يې افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوځاى لاسليک کړي.

XS
SM
MD
LG