د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري چارواکي وايي د لویدلي الوتکې پاتي شوني یې میندلي


د مصر د ملي هوايي شرکت مرستیال مشر سي این این ته ویلي چې د دې شرکت د هغې الوتکې پاتې شونې موندل شوي دي چې د پنجشبنې په ورځ د مدیتران سمندر د پاسه د پرواز پر مهال بې درکه شوې وه.

په عین حال کې د العربیه ټلویزیون راپور ورکړی چې په پېښه کې د یو شمیر مړو شویو کسانو جسدونه هم د الوتکې د نسکوریدو په سیمه کې ترلاسه شوي دي .

د اعلان له هغې څو ساعته وروسته کېږي چې د یونان پوځ وویل د کریټ په ټاپو کې یې هغه ماتې ټوټې موندلې دي چې ګومان کېږي د مصر د هوايي شرکت د هغې الوتکې به وي چې له فرانسې قاهرې ته روانه وه .

سپینې ماڼې ویلي دا به ډېر وختي وي چې د پېښې د سبب په اړه څه وویل شي .

خو ځینو مصري چارواکو ویلي، ښايي دا الوتکه د تروریستي برید په نتیجه کې لویدلي وي . دې چارواکو زیاته کړې چې د الوتکې د سپرلیو لیست څېړي څو معلومه شي چې کوم سخت دریځی خو د الوتکې د سپرلیو په منځ کې نه و موجود .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG